په ننګرهارکې د چلغوزیو په حاصلاتوکې اوڅاره زیاتوالی راغلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106560-په_ننګرهارکې_د_چلغوزیو_په_حاصلاتوکې_اوڅاره_زیاتوالی_راغلی_دی
په افغانستان کې پر ننګرهار سربیره  کونړ، لغمان او نورستان او دغه راز په سهیلی ولایتونو خوست او پکتیا کې هم د چلغوزیو طبیعي ځنګلونه شته چې هر کال په سلګونو ټنو حاصلات ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2021 08:07 Asia/Kabul

په افغانستان کې پر ننګرهار سربیره  کونړ، لغمان او نورستان او دغه راز په سهیلی ولایتونو خوست او پکتیا کې هم د چلغوزیو طبیعي ځنګلونه شته چې هر کال په سلګونو ټنو حاصلات ورکوي

. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د ننګرهار ولایت په اتو ولسوالیو حصارک غلجایي،شیرزادو، خوږیاڼیو، پچیر اګام، هسکه مینه، کوټ، اچین او سپین غرکې په ۱۱۶۹۰ هکتاره زمکه کې د چلغوزیو طبیعی ځنګلونه دي چې تیر کال ترې ۶۲۷ ټنه  دچلغوزیو حاصلات تر لاسه شوي و خو سږ کال اټکل کې کیږي چې  د ترلاسه کیدونکو حاصلاتو کچه ۷۸۴ میتریک ټنو ته لوړه شي چې دتیر کال په پرتله به پنځه ویشت سلنه زیات وي.

Image Caption

 

Image Caption

 

نور معلومات ئې  زمونږ دخبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .