په ننګرهارکې د چلغوزیو په حاصلاتوکې اوڅاره زیاتوالی راغلی دی
په افغانستان کې پر ننګرهار سربیره کونړ، لغمان او نورستان او دغه راز په سهیلی ولایتونو خوست او پکتیا کې هم د چلغوزیو طبیعي ځنګلونه شته چې هر کال په سلګونو ټنو حاصلات ورکوي
. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د ننګرهار ولایت په اتو ولسوالیو حصارک غلجایي،شیرزادو، خوږیاڼیو، پچیر اګام، هسکه مینه، کوټ، اچین او سپین غرکې په ۱۱۶۹۰ هکتاره زمکه کې د چلغوزیو طبیعی ځنګلونه دي چې تیر کال ترې ۶۲۷ ټنه دچلغوزیو حاصلات تر لاسه شوي و خو سږ کال اټکل کې کیږي چې د ترلاسه کیدونکو حاصلاتو کچه ۷۸۴ میتریک ټنو ته لوړه شي چې دتیر کال په پرتله به پنځه ویشت سلنه زیات وي.
نور معلومات ئې زمونږ دخبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .