ایران دپاکستان له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیار دی
ایران د خپلو خویندو او وروڼو په غم او درد کې برابر شریک دی او په دې اړه به له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا په یوه پیغام کې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې دزلزلې په باب د ایران د ملت او حکومت د خپګان او همدردرۍ په ښودلو سره له خپل دوست او ګاونډي هیواد سره د هر ډول مرستو چمتووالی ښودلی دی .
امیر عبداللهیان د پآکستان له ولس او حکومت او دقربانیانو له کورنیو سره د ایران داسلامی جمهوریت د ولس او حکومت په غم کې شریک بللو سره ددغه هیواد له ولس سره د هر ډول مرستو لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړ او وې وئيل ، ایران د خپلو خویندو او وروڼو په غم او درد کې برابر شریک دی او په دې اړه به له مرستندویه اقداماتو هیڅکله هم ډډه ونه کړي .