د افغانستان په خوست کې پنځه داعشیان ونیول شول
ددغو پنځو داعشيانو نیول کیدل په داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ په خوست ولایت کې د یوې مذهبی مدرسې یو استاذ له چاودنې سره مخ شو او پنځلس زده کونکي پکې مړه او ټپیان شوي ، او ددغې ترهه ګرې چاودنې پړه هم داعشی وحشیانو په غاړه اخستې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان په خوست ولایت کې دطالبانو والي مولوي محمد نبی عمري نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغو پنځو داعشیانو چې نیّت ئې درلود، په دغه ولایت کې د ترهه ګرو حملو پلانونه او اجرائي کارونه ترسره کړي ، د طالبانو په عملیاتو کې نیول شوي دي .
ددغو پنځو داعشيانو نیول کیدل په داسې حال کې دي ، چې تیره اونۍ په خوست ولایت کې د یوې مذهبی مدرسې یو استاذ له چاودنې سره مخ شو او پنځلس زده کونکي پکې مړه او ټپیان شوي ، او ددغې ترهه ګرې چاودنې پړه هم داعشی وحشیانو په غاړه اخستې ده .
په افغانستان کې د طالبانو ډلې واک ته په رسیدا سره په کابل ، ننګرهار ، کنړ ، خوست او کندوز ولایتونو کې داعشی تکفیریانو یو شمیر چاودنې او حملې کړي چې وروستۍ ئې په کندوز ولایت کې دخداي په کور کې د پروردګار په درګاه کې د سربسجود سلګونو لمونځ ګزارو وینه وبهوله . طالبان هم وائي چې د داعشي جنایتکارو په ضد ئې په درست افغانستان کې ځپونکي او نیونکي عملیات پیل کړي دي .