امریکا دي له بشري مسائلو څخه اوزاري استفاده نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106796-امریکا_دي_له_بشري_مسائلو_څخه_اوزاري_استفاده_نه_کوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره د طالبانو همکاریو ته په اشارې سره له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړه چي د بشري مسائلو څخه د فشار د الې په توګه کار نه واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2021 13:53 Asia/Kabul
  •  امریکا دي له بشري مسائلو څخه اوزاري استفاده نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره د طالبانو همکاریو ته په اشارې سره له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړه چي د بشري مسائلو څخه د فشار د الې په توګه کار نه واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل: د اتلسو میاشتو په دوران کې یو امریکایي هم په افغانستان کې ونه ووژل شو او د کابل په هوايي ډګر کې چې دوی په زرهاو کسان ایستل یوه چاته هم ضرر ونه رسېده.

هغه زیاته کړه: کاشکې یې د هغوی په عوض کې همکاري کړي وای او د افغانستان شتمني یې نه وای کنګل کړې.

متقي وویل: په هر حال زه امید لرم د امریکا له چارواکو نه چې هغوی په دې موضوع کې ښه غور وکړي. او بشري مسایل له سیاسي مسایلو جلا کړي او له بشري مسایلو د فشار د الې کار وانه خلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان نهه میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالره کنګل کړې، څو د طالب چارواکو لاسرسی ورته بند شي.