د هرات د برېښنا شرکت د ايران او ترکمنستان ميليارډي پوروړے دے
د هرات د برېښنا شرکت سرپرست ايران او ترکمنستان ته د دغه شرکت د درې ميليارډ او نهه سوه ميلين افغانو پوروړتيا خبر ورکړ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د هرات د برېښنا د شرکت سرپرست سفېد روان د دې په بيانولو سره چې پور پکار دے زر ورکړے شي له برېښنا استعمالؤنکو وغوښتل چې د خپل استعمال شوې برېښنا لګښتونه دې زر تر زره ادا کړي چې دغه شرکت د معاهدې مطابق له برېښنا صادرؤنکو هېوادونو سره د خپلو پورونو حساب پاک کړي.
سفېد روان همدارنګ هغوکسانو ته چې د برېښنا پېسې يې نه دي ادا کړي د څو خبردارليکونو د لېږلو خبر ورکړ او تاکيد يې وکړ چې دا ځل به د هغوکسان برېښنا چې خپل پورونه نه ادا کوي پرې کړې شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د هرات خلقو د اقتصادي مشکلاتو او عائداتو د نيشتوالي شکايت لرلے او وائي د خپلې برېښنا پېسې نه شي ادا کولې.