په افغانستان کښې د مائع ګېسو د نرخ زياتېدو اندښنه رابرسېره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106862-په_افغانستان_کښې_د_مائع_ګېسو_د_نرخ_زياتېدو_اندښنه_رابرسېره_کړه
د هوا په سړېدو سره په افغانستان کښې د سوزؤنکو موادو بيې په بې مخينې توګه زياتې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2021 08:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د مائع ګېسو د نرخ زياتېدو اندښنه رابرسېره کړه

د هوا په سړېدو سره په افغانستان کښې د سوزؤنکو موادو بيې په بې مخينې توګه زياتې شوې دي.

د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د کال په دې موسم کښې د مائع ګېسو د بيې په بې مخينې توګه سل فيصده زياتولے په افغانستان کښې د خلقو د اعتراض او اندېښنې سبب شوے دے.

همدا اوس په افغانستان کښې هر کېلو مائع ګېس تر نوي افغانو خرڅيږي چې له تېرو دوو مياشتو سره په پرتله کښې يې بيه دوه برابره زياته شوې ده. زياتره اعتراض کؤنکي افغانان وائي په دغه هېواد کښې اقتصادي مشکلاتو، بې روزګارۍ او فقر ته په پام سره حتی د يو کېلو ګېس د اخېستلو وس نه لري.

د ګېسو د بيې د زياتېدل د دې سبب شول چې افغان خلق له سوزؤلو لپاره له لرګيو استفاد وکړي چې دا چاره زياتره په ځنګلونو کښې د ونو د پرې کېدو سبب شوې ده.