لوړپوړی طالب پلاوی نن ازبکستان ته تلی
ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې او همکارۍ لري، خو تراوسه یې د ټولو هېوادونو په شان د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی
د طالبانو د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو لوړپوړی پلاوی نن د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تلی.
د طالبانو خبري سرچینو د دې خبر له خپرولو سره ویلي، چې یاد شوی پلاوی به د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو وغږیږي.
د دې سفر او د پلاوي د غړو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
څه موده مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته ورغلی او له طالب چارواکو سره لیدلي و.
هغه د طالبانو له واکمنیدو راهیسې، تر ټولو لوړپوړی بهرنی مقام و، چې کابل ته یې سفر وکړ.
ازبکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې او همکارۍ لري، خو تراوسه یې د ټولو هېوادونو په شان د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
په پام کې ده، چې د طالبانو دا لوړ پوړی پلاوی به له ازبکستان مسکو ته لاړشي.
مسکو روانه اونۍ، د میلادي میاشتې په شلمه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.
دې غونډې ته یو شمېر نور افغان سیاسي لوري او سیمه ییز هېوادونه هم بلل شوي.
په دې کنفرانس کې به د طالبانو د پلاوي مشري ملا سلام حنفي وکړي.
سلام حنفي افغان ازبک توکمه دی، چې تر ډېره د طالبانو د سیمه ییزو تعاملاتو چارې سمبالوي.