طالبانو د داعش په اړه د پوتین خبرې رد کړې
روسي چارواکو مسکو ته د طالبانو د بللو او ورسره د روانې اونۍ د ناستې عمده دليل هم د دغه وضعيت په اړه د خپلو انديښنو شريکول ښودلي
د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي په افغانستان کې د داعش ډلې د موجوديت په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین و وروستۍ څرګندونې رد کړي
پوتین تازه ويلي وو، چې داعش ډلې د افغانستان په شمال کې تر ۲ زرو پورې جنګيالي ځای پر ځای کړي او منځنۍ اسيا ته د لار موندنې په هڅو بوخت دي
د هغه په وينا،د داعش تر څنګ د ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصار ا...، القاعده او نورې ترهګرې ډلې هم په دغو سيمو کې فعاله دي.
د پوتين د معلوماتو په اساس، يادې ډلې له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په پولو کې حاضر دي او د قومي او مذهبي نښتو د رواجولو هڅې کوي
روسي چارواکو مسکو ته د طالبانو د بللو او ورسره د روانې اونۍ د ناستې عمده دليل هم د دغه وضعيت په اړه د خپلو انديښنو شريکول ښودلي
دا ناسته به د روانې میلادي میاشتې په شلمه ترسره شي
د طالبانو يوه وياند بلال کريمي ويلي، چې افغانستان ته له سوریې او عراق څخه د داعش وسله والو راتګ واقعيت نه لري
د هغه په وينا، ياده ډله دومره ځواکمنه نه ده، چې له هغو هېوادونو افغانستان ته راشي
طالبانو ويلي، چې د رئيس الوزرا د مرستيال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ به یې یو لوړپوړی پلاوی د روسیې په ترسره کیدونکې ناسته کې برخه واخلي
د ناستې د ګډونوالو هېوادونو شمېر شاوخوا ۱۰ هېواده ښودل شوی
طالبانو د داعش ډلې خطر تر څه مودې مخکې پورې جدي نه باله او يوازې يوه مزاحمتي ډله یې ګڼله
خو دغې ډلې د تېرې جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د کندهار او ور تېره جمعه په کندوز کې د شيعیانو پر یوه جومات له خونړيو ځانمرګو بريدونو سره سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله