د افغانستان د غور ولایت خلک خپل بچیان خرڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107170-د_افغانستان_د_غور_ولایت_خلک_خپل_بچیان_خرڅوي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په غور ولایت کښې د بچیانو خرڅول د خلکو د اندیښنې سبب شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2021 02:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان د غور ولایت خلک خپل بچیان خرڅوي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په غور ولایت کښې د بچیانو خرڅول د خلکو د اندیښنې سبب شوي دي .

د افغانستان په غور ولایت کښې د بې وزلۍ زیاتیدا ډیرې کورنۍ له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي او اکثره کورنۍ د مجبورۍ او د بې وزلۍ له کبله خپل ماشومان په پیسو باندې خرڅوي .

د افغانستان د خلکو اقتصادي او معیشي حالت ورځ تر بلې له کړکیچ سره مخ کیږي او بې وزلۍ نوره هم پسې زیاته شوي ده .

د افغانستان ډیرې کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د یوه (۱) وخت د ډوډۍ د برابرولو توان نلري او د ژمي د موسم په نږدې کیدا سره دغه مشکل څو برابره زیات شوی دی .

غور د افغانستان هغه ولایت دی چې ډیرې خلک یې له بې وزلۍ سره مخ دي او میندې او پلاران په پیسو باندې  د خپلو بچیانو خرڅولو  ته مجبوره شوي ده .

کله چې طالبانو کابل ونیوه نو د افغانستان ځینو میندو او پلارانو د کابل په هوايي ډګر کښې خپل کوچني ماشومان د امریکا پوځیانو ته ورسپارل چې شاید د دوې بچیان په بل ځای کښې ښه برخلیک ولري .

بل خبر دا چې د طالبانو واک ته په رسیدا سره د کابل د ترټولو مهمې یتیم خانې حالت کړکیچن شوی دی .