امریکا کښې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې دفتر پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107542-امریکا_کښې_د_افغانستان_د_ملي_مقاومت_جبهې_دفتر_پرانیستل_شو
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په امریکا کښې د فعالیت د ترسره کولو او د دغه هیواد د چارواکو د ملاتړ د جلبولو لپاره په واشنګټن کښې دفتر خلاص کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 29, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • امریکا کښې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې دفتر پرانیستل شو

فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په امریکا کښې د فعالیت د ترسره کولو او د دغه هیواد د چارواکو د ملاتړ د جلبولو لپاره په واشنګټن کښې دفتر خلاص کړ .

د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړي لینډسې ګراهم او د ولسي جرګې یوه (۱) غړي مایک والټز له ولسمشر جوبایډن غوښتي وو چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د ولسمشر پخواني مرستیال امر الله صالح د افغانستان د قانوني حکومت د استازیو په توګه په رسمیت وپیژني خو د بایډن  حکومت تراوسه د دغه غوښتنې په هکله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی .

د افغانستان د مسائیلو کارپيژاندي وايي د موقته حکومت د مخالفانو دغه اقدام به دوې او هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي او د امریکا لخوا د افغانستان د کابو شل (۲۰) کاله نیواک او  له دغه هیواده د هغوې په شرمونکي ډول د وتلو تجربه د دغه حقیقت تائیدونکي ده .