اروپااوطالبانودافغانستان دګاونډیانو په غونډه کې د شتون غوښتنه کړی وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107582-اروپااوطالبانودافغانستان_دګاونډیانو_په_غونډه_کې_د_شتون_غوښتنه_کړی_وه
د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه چی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو فرمټ د اجماع په اساس دې او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2021 11:27 Asia/Kabul
  • اروپااوطالبانودافغانستان دګاونډیانو په غونډه کې د شتون غوښتنه کړی وه

د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه چی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو فرمټ د اجماع په اساس دې او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسي .

د خانه ملت خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده په دې اړه چی ایا طالبان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په دوهمه غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوی وو ، وویل طالبانو او د افغانستان نورو ډلو په غونډه کې د ګډون لپاره دلچسپۍ څرګنده کړی وه .

خطیب زاده زیاته کړه پر دې سربیره د تهران په غونډه کې د ګډون لپاره نورې غوښتنې هم ترلاسه شوی وې ، لکه اروپایی اتحادیه چی د څارونکی په توګه په نوموړی غونډه کې شتون ته لیواله وو .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه چی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو فرمټ د اجماع په اساس دې او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسي .

خطیب زاده جوته کړه ایران نه یوازې له طالبانو سره بلکې د افغانستان دننه له ټولو بیلا بیلو ډلو سره په ارتباط کې دې .