طالبانو په پاکستان د امریکا وسلې نه دي خرڅې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108248-طالبانو_په_پاکستان_د_امریکا_وسلې_نه_دي_خرڅې_کړي
فارس خبري اژانس وايي طالبانو په اسلام اباد باندې په افغانستان کښې د امریکا د پاتې وسلو د خرڅولو په هکله د پاکستان د ډان (Dawn) ورځپاڼې راپور رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2021 07:13 Asia/Kabul
  • طالبانو په پاکستان د امریکا وسلې نه دي خرڅې کړي

فارس خبري اژانس وايي طالبانو په اسلام اباد باندې په افغانستان کښې د امریکا د پاتې وسلو د خرڅولو په هکله د پاکستان د ډان (Dawn) ورځپاڼې راپور رد کړ .

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت په پاکستان باندې د امریکا د وسلو د خرڅولو د خبر په ردولو سره وویل د افغانستان د سرحدونو د ساتلو مسولیت زمونږ پرغاړه دی او په داسې شرایطو کښې د پاکستان د ورځپاڼې راپور سم نه دی .

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه راز وویل دغه ډله د نوي پوځ د جوړولو په حال کښې ده او زیاتو وسلو ته ضرورت لري.

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی د وسلو د قاچاق په هکله ډير جدي یوو او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې حتی یو (۱)ټوپک قاچاق کړي او هغه خرڅ کړي .

له دې مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و پاکستان په افغانستان کښې د امریکا له پوځ څخه پاتې شوي وسلې د دې لپاره چې د پاکستان د تحریک طالبان لاس ته ونشي د افغانستان له طالبانو په پیسو اخلي .

د پاکستان ډان ورځپاڼې دغه راز ویلي وو چې د افغانستان طالبان پیسو ته ضرورت لري او پاکستان چې هر کار کولای شي نو د امریکا د دغو وسلو د اخیستلو لپاره یې ترسره کوي .