کابل ته د ایران د ځانګړي استازی سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108348-کابل_ته_د_ایران_د_ځانګړي_استازی_سفر
د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د طالب مشرانو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2021 09:10 Asia/Kabul
  • کابل ته د ایران د ځانګړي استازی سفر

د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د طالب مشرانو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته ورسېدل.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي د یوې سیاسي او اقتصادي پلاوی په مشری کابل ته ورسېدل او د طالب چارواکو له هرکلی سره مخامخ شول.

هغه د کابل په هوایي ډګر کې خبریالانو سره په مرکه کې د دې په بیانولو چي ایران تل د افغانستان له ولس څخه ملاتړ کوي، وویل: لکه څرنګه چي ایران د نیواکګرو د یرغل پر مهال له افغان ولس څخه ملاتړ وکړ، نن هم ایران په افغانستان کې د سولي، امنیت او اقتصاد د ودي په لړ کې د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی.

هغه د دې په بیانولو سره چي نن د افغانستان واک افغانانو سره دي هیله وښوده چي د دې هیواد د خلګو له غوښتنو او هیلو سره سم، یو پیاوړی حکومت په افغانستان کې رامینځ ته شي.

کاظمي قمي وویل: په افغانستان کې د یو پیاوړی حکومت تر سیوري لاندې تهران او کابل کولایشي د یو بل په ملتیا او د سیمي د هیوادونو په همکاری سره د یو پرمختللي او پیاوړی افغانستان له رامینځ ته کېدو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: افغانستان د نیواکګرو له لوري وران شوی دی خو په راتلونکی کې به افغانان خپله خپل هیواد ودان کړي.