د کابل په ښار کې چاودنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108350-د_کابل_په_ښار_کې_چاودنه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې دوه تنه د ماین چاودنې د امله ټپیان شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2021 09:32 Asia/Kabul
  • د کابل په ښار کې چاودنه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې دوه تنه د ماین چاودنې د امله ټپیان شول.

د ایران پرس له راپور سره سم، نن د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې پوري اړوند د کوته سنګي په سیمه کې یوه مغناطیسي ماین چاودنه وکړه چي د امله یې دوو تنو ته مرګژوبله واوښته.

تر دې دمه د دې برید مسئولیت هیڅ یوې ډلي په غاړه نه ده اخیستې.

تیره ورځ هم د کابل په لوېدیځه کې یو ټونس موټر د مغناطیسي ماین ښکار وګرځېده چي د امله یې ۳ تنه ووژل شو او ګن شمېرو نورو ته مرګژوبله واوښتی.

په وروستیو میاشتو کې په کابل، ننګرهار، کنر، خوست، کابل، قندز او قندهار کې زیات بریدونه تر سره شوي چي مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه واخیسته.

سره له دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د داعش د ترهګري ډلي د ګواښ د بې اهمیت بللو سره د داعش د له مینځه وړلو ژمنه کړې ده.