افغانستان ته د ایران د ځانګړي استازی سفر خورا اهمیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108352-افغانستان_ته_د_ایران_د_ځانګړي_استازی_سفر_خورا_اهمیت_لري
د افغانستان یو مخکنی سیاسي چارواکی کابل ته  د ایران د ځانګړی استازی سفر د اقتصادي او سیاسي له نظره مهم وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2021 09:46 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایران د ځانګړي استازی سفر خورا اهمیت لري

د افغانستان یو مخکنی سیاسي چارواکی کابل ته  د ایران د ځانګړی استازی سفر د اقتصادي او سیاسي له نظره مهم وباله.

میرزا محمد کټوازي کابل ته د ایراني پلاوی د سفر په هکله ایران پرس ته وویل: افغانستان په سختو حالاتو کې ښکیل دی او د سیمي او د ګاونډیو هیوادونو ملګرتیا او همکارۍ ته ضرورت لري.

دغه افغان سوداګر ټینګار وکړ: ژمي ته په کتو سره افغانستان د خوراکي توکو او د سونګو لېږد ډېر اهمیت لري او ایران په دې زمینه کې له لوړ ظرفیت څخه برخمن دی.

کټوازی چي تر مخه د پارلمان د مشر لومړی مرستیال و د افغانستان د خلګو په تېره بیا له سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چي خپل هیواد پرې نږدې او د بهر د تلو پر ځای دي خپل هیواد ودان کړي.

نن د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی د یوې اقتصادي او سیاسي پلاوی په مشری کابل ته ورسېدل تر څو د طالب چارواکو سره خبري اتري وکړي.