طالبان:
د افغانستان ۷۰ فیصده خاوره مو له داعشیانو پاکه کړه
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت سرپرست وايي چې د دغه هیواد کابو اویا سلنه سیمې د داعش ترهګرې ډلې له غړو پاکې کړې شوې دي
امیر خان متقي په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف د طالبانو د اقداماتو په هکله وویل چې د هیواد پاتې ۳۰ فیصده خاوره به هم په راتلونکي کښې د داعش له غړو پاکه شي.
د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست دې ټکي ته په اشارې سره چې داعش په افغانستان کښې جدي ګواښ نه دی، زیاته کړه: هغوي پوځي قدرت نه لري خو د دغې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات روان دي.
د ویلو ده چې پرون په قندهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې خلاف د طالبانو په عملیاتو کښې د یادې ډلې څلور غړي وژل شوي او ۱۰ نور یې ژوندي ونیوې شول.
د ویلو ده چې په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې څو ترهګرې حملې او چاودنې وشوې چې د زیاترو پړه داعش منلې ده.