د ایران او د افغانستان مطبوعات د لړم ۲۶
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108458-د_ایران_او_د_افغانستان_مطبوعات_د_لړم_۲۶
نن د تهران چاپ اکثره ورځپانې د بېلابېلو مسالو تر څنګ افغانستان د ایران د ځانګړی استازی کاظمي قمي د سفر په هکله لیکنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 09:05 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان مطبوعات د لړم ۲۶

نن د تهران چاپ اکثره ورځپانې د بېلابېلو مسالو تر څنګ افغانستان د ایران د ځانګړی استازی کاظمي قمي د سفر په هکله لیکنه کړې ده.

اطلاعات

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې به د اطلاعات ورځپاڼه راواخلو چي په خپله بهرني برخه کې بېلابېلو موضوعاتو ته غبرګون ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چي د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی کاظمی قمی کابل ته په خپل سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر کتلی دی.

د ورځپاڼې په وېنا په دې باندې په تاکید سره چي ایران او افغانستان د پیاوړي اړیکو مخینه لري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په هیڅ یو ډول حالاتو کې به افغان ولس یوازې پرې نږدې، امیرخان متقی هم هیله وښوده چي په افغانستان کې رواني ستونزې ژر تر ژره حل کړای شي.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د امریکې د نشنل اینټرسټ په حواله لیکي: ایران توانېدلی دی چي په ډېر کم لګښت سره په فارس خلیج کې د امریکې سمندري ځواک ښکېل کړي.

دغه امریکایي نشریه امریکا ته سپارښتنه کړې چي د ایران سمندري ځواک ته دې په کمه سترګه نه وګوري، ځکه چي ایران د سپکو او درنو وسلو به ترکیب سره د نړۍ زبر ځواک ته یې ننګونې رامینځ ته کړي دي.

دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې د امریکې د کوئینسي پوهنکور په حواله لیکي چي امریکا د یمن د ولس په محاصره او د سعودي په یرغل کې ستر رول لوبوي.

دغه امریکایي پوهنکور په خپل راپور کې لیکي چي جوبایډن د یمن د جګړې د ختمولو په هکله خپلي ژمنې تر پښو لاندې کړي دي،

دغه امریکایي پوهنګور لیکي: په داسي حال کې چي د امریکې کنګرس په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د یمن د جګړې د ختمولو په اړه فیصله کړې وه لیکن بیا هم د امریکې دولت د یمن په وړاندې د سعودي په یرغل کې فعال رول لوبوي او له سعودي تیری ګرو ځواکونو څخه د جګړې په میدان کې ملاتړ کوي.

جمهوری اسلامی

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه د یوې اماراتي رسنۍ په حواله د ایران د ایټمي جامعي نړیوالي موافقې په هکله د اسرائیلو او د امریکا تر مینځ له اختلافاتو څخه خبر ورکوي.

دغه اماراتي رسنۍ د امریکې او د صهیونیستي رژیم د چارواکو وروستي خبرو اترو ته په کتو سره وایي: واشنګټن او تل ابیب د برجام د ایټمي نړیوالي جامعي موافقې د بیا راژوندي کولو په هکله اختلاف لري خو د دغو اختلافاتو د علني کولو څخه ډډه کوي.

د نشنل په نامه دغه اماراتي رسنۍ زیاتوي: د ایران په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی رابرټ مالي او همدارنګه د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وندي شرمن هم په دې وروستیو کې اسرائیل ته تللي دي تر څو د ایران او د امریکې تر مینځ د یوې احتمالې موافقې په هکله د صهیونیستي رژیم اندېښنو ته ځواب ووایي.

نشنل د یو امریکایي کارپوه رایان پول په حواله لیکي: د اسرائیل نوی رژیم د امریکې او د ایران تر مینځ له یوې داسی احتمالی موافقې څخه اندېښمن دي چي په سیمه کې د اسرائیل په ضد د ایران په فعالیتونو کې محدودیت را نه ولي.

د دغه کارپوه په وېنا اسرائیل غواړي په داسي حال کې چي د ایران په ضد خپلي هر اړخیزي مقابلې ته دوام ورکوي د ډیپلماټیکو لارو څخه هم د ایران د محدودولو لپاره هڅې وشي خو په عین حال کې په ایران باندې د بندیزونو په دوام باندې هم ټینګار کوي.

دغه ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین د ټلفوني خبرو اترو ته انعکاس ورکړی دی.

د ایران ولسمشر د پوټین د ټلفوني اړیکې څخه په قدرونې سره وویل: په ایټمي مذاکراتو کې د ایران په ضد د ټولو بندیزونو د لیري کېدو په هکله کلکه اراده لرو. هغه د روسیې ولسمشر ته وویل: موږ چمتو یو چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د اوږدمهاله استراتیجیکو همکاریو موافقه بشپړه کړو تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ همکارۍ پراخي شي.

د روسیې ولسمشر هم د دې په بیانولو چي د تهران او مسکو تر مینځ په زیاتو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو کې ورته نظرونه لري وویل: له ایران سره اقتصادي همکارۍ په تیره بیا پانګه اچونې موږ ته زیات ارزښ لري، د استراتیجیکي همکارۍ په زمینه کې د تهران له وړاندیزونو هرکلي کوو او تمه کیږي چي د په نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو کې هم د ایران او روسیې همکارۍ دوام وموندي.

هغه همدارنګه هیله وښوده چي لوېدیځ هیوادونه د ویانا په راتلونکې مذاکراتو کې د اوسني شرایطو د ښې ګنې لپاره خپله سیاسي اراده څرګنده کړي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپانه د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په هکله د یوې امریکایي مجلې راپور ته انعکاس ورکړی دی.

دغه ورځپاڼه د فورن پالیسی د یوې راپور په حواله لیکي چي د طالبانو د ډلي د پرګنیو تر مینځ ژور اختلافات رامینځ ته شوي دي چي د دې ډلي د پاشلي کېدو زمینه یې برابره کړې ده.

فورن پالیسي لیکي: د طالبانو د سیاسي مشر ملا عبدالغنی برادر چي د کندهار د ولایت دی او د حقاني د شبکې د مشر سراج الدین تر مینځ اساسي اختلافات رامینځ ته شوي دي، په داسي حال کې چي طالبانو په خپلو کې د قدرت په سر جنګیږي، د داعش د ترهګري ډلي محلي څانګې د ګوښه شویو طالبانو د ګمارلو چارې پیل کړی دی.

دغه امریکایي مجله لیکي چي د پاکستان استخاباراتي ایجنسۍ هڅه کوي چي د طالبانو تر مینځ اختلافات هواره کړي او د دې ډلي د پاشلي کېدو مخنیوی وکړي.

دغه ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا د اذربایجان د جمهوریت او د ارمنستان تر مینځ د نښتو د بیا پېلېدو خبر ورکړي دی.

ورځپاڼه لیکي چي د دواړو هیوادونو تر مینځ په سرحدي نښتو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د دې هیواد په ختیځو سرحدي سیمو کې جګړه شوې، د دې راپور سره سم د اذربایجان ځواکونه د ارمنستان په ختیځو سرحدو سیمو باندې راکټي او توغندوي بریدونه کړي او زغريز تجهیزات ځای په ځای کړي دي. خو په ماقبل لوري کې بیا اذربایجان د نښتو د پېلېدو پړه په ارمنستان اچوي.

د کابل چاپ ورځپاڼې

عزیزانو لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتلو سره په دغه هیواد کې د ورځپانو د چاپ بهیر بند شوی او اکثره افغان ورځپانې خپل مطالب په انلاین توګه خپروي.

د کلید انلاین خپرونه

دغه خپرونه په یو راپور کې د امریکې کانګرېس ته د اسلامي امارت پرانیستی لیک ته انعکاس ورکړی دی.

د دې راپور سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت څخه په خپاره شوي لیک کې لیکل شوي چې له افغانستان څخه د پخواني حکومت د چارواکو تېښته او د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو د اوسېدونکو په غوښتنه اسلامي امارت د افغانستان د چارو واک تر لاسه کړی دی.

په خپاره شوي لیک کې د امریکا حکومت ته ویل شوي چې د افغانستان د شتمنۍ د کنګل دوام د ستونزو د هوارولو لاره نه ده او نه هم د امریکا د ولس غوښتنه دا ده چې د افغانانو شتمني دې په داسې حساس وخت کې کنګل پاتې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ګانګرېس غوښتنه کړې پر حکومت یې فشار راوړي او د افغانستان شتمني ازاد کړي.

په دې لیک کې خبرداری ورکړل شوی، که د افغانستان د پیسو کنګل همداسې دوام وکړي، د افغانستان ولس به له ستونزو سره مخ او د سیمې هېوادونو ته به د پراخې کډوالۍ لامل شي.

په دې لیک کې زیاته شوې چې په افغانستان کې له لوږې څخه د یوې مورې او ماشوم مړه کېدل، د خوراکي توکو نه درلودل او له لومړنیو توکو څخه د افغانانو محرومېدل هېڅ سیاسي توجیه نه شي درلودلی.

اسلامي امارت پر داسې مهال له امریکا دا غوښتنه کوي چې له درېیو میاشتو ډېره موده کېږي امریکا د افغانستان نېږدې لس میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او افغان ولس یې له لوږې سره مخ کړی.

مسیر ورځپاڼه

دغه ورځپاڼي بیا د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وېناو ته غبرګون ورکړی دی چي یې ویلي: روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي.

کابلوف زیاتوي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي. هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.