طالبان د داعش په مخه نیولو کې پاتې راغلي
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پخپلې وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه ارزولی ، خوددغه هیواد په زیاترو ولایتونو کې ئې د داعش پر شتون ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
ډیبرا لاینز دغې غونډې ته چې بیګاپيل شوي،وویل تېرکال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږکال چې د کوموحملو مسئولیت داعش اخیستی یا دوی ته منسوبې شوې دي چې شمېر یې درې سوه شپږ دیرشو ته رسیدلې دی.
مېرمن لاینز زیاته کړه: "منفي غوره پرمختګ دا دی چې طالبان نه دي توانیدلي چې د داعش د خراسان څانګې د پراختیا مخه ونیسي.داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله وو،اوس داعش خراسان څانګه کابو په ټولو ولایتونو کې شته او ډېره فعاله ده .
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.
د امنیت شورا په غونډه کې د ایران، پاکستان او تاجکستان استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې د اګسټ په پنځلسمه یې کابل ونیو د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وباله، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړ چې طالبان خپل مخالفان ځپي.