د افغانستان حالات د امريکې په خيانتونو کښې جرړه لري
په مزار شريف کښې د اجتماعي کلتوري فعاليتونو د مرکز تبيان د نمائندګۍ د دفتر سرپرست وويل: د افغانستان وروستي حالات د امريکې او نړيوالې ټولنې سترو خيانتونو ته ګرځي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې علي اکبر نورالحق خليلي د محصلينو د بحث د نتائجو په برخه کښې چې «د افغانستان وروستي حالات او د هغو نتائج» ترعنوان لاندې د دغه دفتر د غونډو په هال کښې جوړه شوه وويل: بهرني او په خاصه توګه د امريکې خيانتونه او کورني فسادونه د کورنيو مشکلاتو سبب دي.
نورالحق زياته کړه، کله چې د موقته انتقالي حکومت او د کرزي او غني د ولسمشرۍ په دورو کښې د جرمني د بُن غونډو ته يو نظر وکړوو نو زياتره چارواکي په کم کارۍ، بېکارۍ، نه مديريت او فاسدې حکومت دارۍ باندې تورن دي.
هغه زياته کړه، په هغو ډېرو زياتو سرمايو سره چې په تېرو دوو لسيزو کښې افغانستان ته راماتې شوې غوره دا وه چې دې د امنيت، سوکالۍ، ارامښت، اقتصادو او تکامل مخ ليدلے وې خو له بده مرغه داسې ونه شول.
نورالحق دا خبره په ګوته کړه چې ټول افغان ولس په تېره بيا ځوانانو پکار دے په دې پوه شي چې امريکه په صداقت سره هېواد ته نه وه راغلې بلکه په زرګونو چلولونو، فرېبونو او دوکو سره راغله او هېواد يې په کنډوالو بدل کړ.