د نړۍ ۸۷ فیصده اپیم په افغانستان کښې تولیدیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108626-د_نړۍ_۸۷_فیصده_اپیم_په_افغانستان_کښې_تولیدیږي
په افغانستان کښې د اپیمو د تولید په زیاتیدونکي بهیر سره دغه هیواد اوس د نړۍ د اپيمو ۸۷ سلنه برخه تولیدوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 04:10 Asia/Kabul
  • د نړۍ ۸۷ فیصده اپیم په افغانستان کښې تولیدیږي

په افغانستان کښې د اپیمو د تولید په زیاتیدونکي بهیر سره دغه هیواد اوس د نړۍ د اپيمو ۸۷ سلنه برخه تولیدوي

بلومبرګ خپرندوې، له جرمونو او نشه ایزو توکو سره د ملګرو ملتو د مقابلې د ادارې له قوله یو رپورټ کښې لیکلي دي: په افغانستان کښې د اپیمو د تولید د زیاتیدو په پنځم کال دغه هیواد اوس په یوازې سر د نړۍ ۸۷ فیصده اپیم تولیدوي.

د ملګرو ملتو په رپورټ کښې هم داشان راغلي چې په روان ۲۰۲۱ کال کښې په افغانستان کښې ۶ زره او ۸ سوه ټنه اپیم تولید شوي دي.

د دغه خبر په دوام کښې راغلي چې په افغانستان کښې قدرت ته د طالبانو له رسیدو وروسته د بې اعتتمادۍ رامینځته شوې فضا په آګست او ستمبر میاشتو کښې د اپیمو د بیې او هم د کوکنارو د کر د زیاتیدو سبب شوې ده.

شل کاله مخکښې امریکې او د هغې انډیوالانو هم په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو له تولید او قاچاق او هم داشان یې له ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه په دغه هیواد حمله وکړه خو اپوټه نتیجه یې ورکړې ده.