امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي
امریکائي پوځیان هم په نهایت کې د افغانستان له شل کلن نیواک وروسته د اګست میاشت په وروستیو کې په بې شرمۍ او سرټيټي سره له افغانستانه پښې سپکې کړې . د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، د افغانستان اوسنی بحران په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو دشتون وخت ته ورګرځي .
آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره پر امریکا غږ کړی ، ددغه حکومت په ضدې دې د بندیزونو په ختمولو سره ، د افغانستان تړل شوي درستې شتمنۍ آزادې کړي .
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ، د افغانستان اوسنی بحران په دغه هیواد کې د امریکائي پوځیانو دشتون وخت ته ورګرځي .
واشنګټن په همداوروستیو کې د افغانستان شتمنۍ او همداراز د امریکا په بانکونو کې ددغه هیواد د سرو زرو زیرمې مسدودې کړي چې دغې جارې د افغانستان د ولس پر تجارتي او معیشت باندې ډيرې منفی اغیزې شیندلي دي .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت چارواکو او ولس په کرتو د امریکا له خوا ددغه هیواد د تړل شوو شتمنیو او پیسو دآزادولو غوښتنې کړي دي .
امریکائي پوځیان هم په نهایت کې د افغانستان له شل کلن نیواک وروسته د اګست میاشت په وروستیو کې په بې شرمۍ او سرټيټي سره له افغانستانه پښې سپکې کړې .