په افغانستان کښې حالات وحشتناک او غېرانساني دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108686-په_افغانستان_کښې_حالات_وحشتناک_او_غېرانساني_دي
د عفوې د نړيوالې ادارې يوې لوړ رتبه مشرې دافغانستان د حالاتو په خطرناک بللو سره وويل: خلق د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل اولادونه خرڅوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2021 10:41 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې حالات وحشتناک او غېرانساني دي

د عفوې د نړيوالې ادارې يوې لوړ رتبه مشرې دافغانستان د حالاتو په خطرناک بللو سره وويل: خلق د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل اولادونه خرڅوي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د عفوې په نړيواله اداره کښې د افغانستان د برخې مشرې مېرمن سمېرا حميدي په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: په افغانستان کښې روان حالات وحشتناک، پرېشانؤنکي او غېر انساني دي.

مېرمن حميد وويل چې د خلق د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل اولادونه خرڅوي او نړۍ يې تماشه کوي، بشري حقوق څه معنا نه لري.

هغې زياته کړه، په افغانستان کښې روان حالات د هغو ټولو کسانو ماتې ده چې د افغانستان د ښۀ کېدو ادعا يې کوله. د هغې په قول په يويشتمه پېړۍ کښې پينځه دېر ميلين کسان په افغانستان کښې د يرغمالو په توګه ساتل کيږي.

دا څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کيږي چې له دې مخکښې ځينو رسنيو رپوټ ورکړے ؤ چې د طالبانو لخوا د اقتدار واګې په لاسو کښې له نيولو او د نړيوالومرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کښې فقر او مسکيني په وحشتناکه توګه زياته شوې ده او ځينې د خپلو ماشومانو لوڼو په خرڅولو مجبور شوي دي.

همدارنګ د خوراک نړيوال پروګرام هم څه وختونه مخکښې خبردارے ورکړ چې د افغانستان له نيمائۍ زيات نفوس چې تقريبا دويشت اشاريه اته ميلين کسان دي د نومبر له مياشت نه وروسته له ناوړه خوړو سره مخامخ کيږي.