افغانستانیانو ته د ایران د ویزې ورکړه اسانیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108750-افغانستانیانو_ته_د_ایران_د_ویزې_ورکړه_اسانیږي
نن سبا د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له درې میلیونو زیات افغانستاني کډوال دیره دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • افغانستانیانو ته د ایران د ویزې ورکړه اسانیږي

نن سبا د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له درې میلیونو زیات افغانستاني کډوال دیره دي

د ایران مرستیال خارجه وزیر وویل: ایران ته د افغانستاني ښاریزو د قانوني راتګ اسانول، د هغوي له غیرقانوني راتګ، د انسان له قاچاق او له داسې نورو ډیرو ستونزو سره د مقابلې ډیره غوره لاره ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې آسیا د چارو لوې مدیر سید رسول موسوي په هرات کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې د ویزې د غوښتونکو له صف څخه د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل: پرون یوازې په هرات کښې ۱ زر ۵ سوه او ۹ کسانو ته د ایران ویزا ورکړې شوه.

نن سبا د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له درې میلیونو زیات افغانستاني کډوال دیره دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بې پروګرامه او سمدستي وتنې او د ګډوډي له رامینځته کیدو او هم داشان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د هغو افغانستاني ښاریزو شمیر چې د دغه هیواد له پولو څخه په غیرقانوني توګه وتلي دي، د مخکښې په پرتله له ۳۰ نه تر ۴۰ فیصدو پورې زیات شوی دی.