امریکا ته تللي زرګونه افغان کډوال تر دې دمه برې برخلیکه دي
Nov 25, 2021 03:52 Asia/Kabul
امریکايي سټاريپز نشریې په امریکا کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه په یوه راپور کې د هغوی د برخلیک په هکله اندېښنه ښودلې ده.
د دغي امریکایي نشریې له راپور سره سم، زرګونه افغان کډوال دمګړی د امریکا په بېلابېلو نظامي اډو کې پراته دي او د خپل برخلیک په اړه اندېښنه لري.
راپور کې راغلې چي داسې کېمپونه شته چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې افغانان په ډېر بد حالت کې پکښې پراته دي خو تر دې دمه یې برخلیک روښانه نه دی.
په امریکا کې داسې نظامي اډه هم شته چې زرګونه افغانان له خپلو کورنیو سره پکښې مېشت دي او تر خېمو لاندې ژوند کوي
دا په داسي حال کې دی چي امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی هڅه کوي ژر تر ژره ددغه افغانانو لپاره د هستوګنځایونو د برابرولو اقدام وکړي او له روان وضعیت یې وژغوري.
ټیګونه