د طالبانو او د امریکې تر مینځ خبري اتري پیل شوې
نن په دوحه کې د طالبانو د موقتي ادارې د پلاوی او د افغانستان په چارو کې د امریکې د ځانګړی استازي ترمینځ خبري اتري له سره پیل شوې.
د طالبانو د پلاوی مشري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي په غاړه لري.
د طالبانو په پلاوی کې د روغتیا د وزارت، د پوهنې د وزارت، د مالیې د وزارت، د مرکزي بانک او د ملي استخباراتو د ادارې غړي حضور لري.
امریکا او لوېديځ هیوادونه نه یوازې د افغانستان سره یې مرستي بندي کړي بلکې د افغانستان کابو ۱۰ میلیارد ډالره شتمني کنګل کړي او دغه هیواد یې د اقتصادي فشارونو هدف ګرځولی دی.
د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چي دواړو لورو د مذاکراتو په دغه پړاو کې به تروریسم سره د مبارزې، داعش، بشري حقوق او ورته مسایلو په هکله خبري اتري وکړي.
خو د کارپوهانو په وېنا دا ټول د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو لپاره د امریکې له لوري د پلمو لټول دی.