په افغانستان کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108958-په_افغانستان_کې_د_خبریالانو_په_ضد_د_تاوتریخوالو_دوام
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په دغه هیواد کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالو له دوام څخه اندېښمنه ده. په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تېره ورځ اعلان وکړ چي په دغه هیوادکې  له خبریالانو سره ناسم چلند او د هغوی ځورونه دوام موندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2021 04:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالو دوام

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په دغه هیواد کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالو له دوام څخه اندېښمنه ده. په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تېره ورځ اعلان وکړ چي په دغه هیوادکې  له خبریالانو سره ناسم چلند او د هغوی ځورونه دوام موندلې ده.

د یادي کمیټې په راپور کې راغلې: په تېره یوه اوونۍ کې یو خبریال د نامعلومو وسله والو له لوري ډبول شوي او بل خبریال بیا د غور په ولایت کې د یوې بې وزلي کورنۍ د حالاتو په اړه د راپور جوړولو د امله له خپل کوره پسې اخیستل شوی دی.

دغه کمیټه زیاته کړه: سره له دې چي په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د خبریالانو لپاره د حالاتو د برابرولو ژمنه کړې وه خو بیا هم خبریالان په دغه هیواد کې له تاوتریخوالو څخه ځوریږي.

د دې راپور پر بنیاد اوس مهال په افغانستان کې په لسګونه خبریالان بې روزګاره شوي دي.