ازبکستان دې د افغانستان الوتکې او پوځي تجهیزات وروسپاري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109036-ازبکستان_دې_د_افغانستان_الوتکې_او_پوځي_تجهیزات_وروسپاري
د طالبانو موقتي حکومت له دې مخکې په تاجیکستان کې دیره پر افغان پیلوټانو هم غږ کړی ؤ چې خپل هیواد ته وګرځي او دخپلې خاورې دساتلو په فکر کې دې شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2021 02:18 Asia/Kabul
  • ازبکستان دې د افغانستان الوتکې او پوځي تجهیزات وروسپاري

د طالبانو موقتي حکومت له دې مخکې په تاجیکستان کې دیره پر افغان پیلوټانو هم غږ کړی ؤ چې خپل هیواد ته وګرځي او دخپلې خاورې دساتلو په فکر کې دې شي .

زمونږخبریال دصداي افغان  خبری آژانس له قوله راپور راکړ،طالبانو د ازبکستان پر حکومت غږ کړی، د اشرف غني دحکومت په وروستیو شبو ورځو کې  دغه هیواد ته  منتقل کړائ شوي الوتکې او درست پوځي تجهیزات دې  افغانستان ته بیرته وګرځوي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د لومړی وزیر مرستیال ملاعبدالغني  برادر  د افغانستان په چارو کې د  اربکستان  د ولسمشر له  ځانګړي استازي عصمت ا... آقاارکش سره په کتنې کې  وئيلی دي ،که  دسیمې او نړۍ هیوادونه  له اوسنیو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ د  افغانستان د ولس  ویستل غواړي ، نو باید له افغانستان سره ملګرتیا وکړي . 

د ازبکستان د پلاوي مشر عصمت ا... ارکش  هم په دغې کتنې کې ووئیل ، د هغو  درستو پوځي چورلکو او تجهیزاتو په باب  چې ازبکستان  ته منتقل کړائ شوي دي   د نړیوالو قوانینو په اساس به  فیصله وکړي .

ددغه راپور په اساس ، له دې مخکې په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت په نسکوریدا او په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې ددغه هیواد په لسګونو الوتکې ، چورلکې او  پوځي تجهیزات  ازبکستان او تاجیکستان ته منتقل کړائ شوي دي .

د طالبانو موقتي حکومت له دې مخکې په تاجیکستان کې دیره پر افغان پیلوټانو هم غږ کړی ؤ چې خپل هیواد ته وګرځي او دخپلې خاورې دساتلو په فکر کې دې شي .