کرزي په افغانستان کښې د امریکې په پوځي تحرکاتو نیوکه وکړه
د افغانستان پخوانی ولسمشر په افغانستان کښې د امریکې د پوځي تحرکاتو په تیره بیا د دغه هیواد د ډرون الوتنو د بندیدو غوښتونکی شو
د افغانستان پخوانی ولسمشر په افغانستان کښې د امریکې د پوځي تحرکاتو په تیره بیا د دغه هیواد د ډرون الوتنو د بندیدو غوښتونکی شو
حامد کرزی چې د خپلې ولسمشرۍ په وخت یې هم د شپې په وخت په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د بریدونو سخت مخالف و، وویل: که هغوي (امریکایان) خپلې الوتکې د افغانستان حدودو ته راننباسي یا خپل ځواکونه زمونږ خاورې ته راولي نو دا کار به یې ستره تیروتنه وي.
کرزي وویل: مونږ له امریکې سره دوستي غواړو خو د دوستۍ او زمونږ هیواد ته د جنګي الوتکو د راوستلو ترمینځ فرق دی.
د ویلو ده چې امریکا له افغانستانه له وتنې وروسته هم، له داعش سره د مقابلې په پلمه د دغه هیواد په ځینو سیمو باندې هوايي حملې کوي.
دغه حملې طالبانو هم غندلې دي او هغه د یو خپلواکه هیواد د ملي واکمنۍ خلاف ورزي ګڼي.
خو امریکا وايي چې د خپلو هوايي بریدونو د دوام لپاره له چا نه اجازې ته ضرورت نه لري.
حامد کرزي هم داشان له هیواده وتلو افغانانو څخه وغوښتل چې وطن ته ستانه شي او خپل هیواد آباد کړي.