ملګري ملتونه:
افغانستان د بشري ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې دے
Dec 04, 2021 04:12 Asia/Kabul
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوسمهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په شروع کېدو سره به، خپل وروستي حد ته ورسېږي. د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کښې ۲۳ میلیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کښې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي. د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کړےد ے چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي او دوي له یاده ونه باسي.
ټیګونه