طالبانو د تیرو افغان پوځیانو وژل دروغ وبلل
Dec 07, 2021 04:04 Asia/Kabul
طالبانو ویلي چې د آګست په دیرشمه نیټه یې د قدرت له ترلاسه کولو راهیسې د افغانستان له تیرو امنیتي ځواکونو څخه یو کس هم نه دی وژل شوی
طالبانو ویلي چې د آګست په دیرشمه نیټه یې د قدرت له ترلاسه کولو راهیسې د افغانستان له تیرو امنیتي ځواکونو څخه یو کس هم نه دی وژل شوی
د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي په دې هکله وویل چې د طالبانو په لاس د افغانستان د تیرو پوځیانو د اعدامولو په هکله د لویدیځوالو ادعا دروغ ده.
خوستي دغه ادعا غیرمنصفانه وبلله او ویې ویل: که لویدیځوال په دې لړ کښې کوم اسناد او مدارک لري نو مونږ ته دې وښايي.
یاده دې وي چې له دې مخکښې امریکې د اروپايي اتحادیې په ملتیا په یوې ګډې خبرپاڼې کښې، طالبان د افغانستان د تیرو پولیسو په ډله ایزې وژلې تورن کړي وو.
ټیګونه