د امریکې بندیزونه بې اغیزې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109658-د_امریکې_بندیزونه_بې_اغیزې_دي
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر د افغانستان خلاف د امریکې د بندیزونو په بې اثره بللو سره، د خپل هیواد د شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 02:48 Asia/Kabul
  • د امریکې بندیزونه بې اغیزې دي

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر د افغانستان خلاف د امریکې د بندیزونو په بې اثره بللو سره، د خپل هیواد د شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر د افغانستان خلاف د امریکې د بندیزونو په بې اثره بللو سره، د خپل هیواد د شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه

امیر خان متقي د افغانستان خلاف د لویدیځ په بندیزونو ا دباؤنو باندې په نیوکې سره وویل: د امریکې بندیزونه به اغیزناک نه وي او دغه هیواد به د افغانستان په وړاندې خپل بهرنې سیاست بلآخره بدل کړي.

منتقي له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو رامینځته کولو ته د طالبانو په ګروهنې باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: په دې لړ کښې له امریکې سره په اړیکه کښې هیڅ ستونزه نشته او له دغه هیواد سره په سفارتي طریقه د شخړو د ختمیدو غوښتونکي یو.

د طالبانو د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان خپلواکه کیدل د امریکې په ګټه وبلل او د پخوا په پرتله یې د طالبانو د سیاستونو په بدلیدو ټینګار وکړ.

امیر خان متقي دا خبرې په داسې حال کښې وکړې چې په افغانستان باندې د طالبانو په واکمنیدو سره هغوي په تیره بیا د ښځو په لړ کښې مختلف محدودیتونه لګولي دي.