د طالبانو وړومبیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده
د طالبانو د موقته حکومت ویاندوي وویل چې د اسلام آباد په غونډه کښې د دغې ډلې وړومبیتوب، له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده
ذبیح الله مجاهد وویل: په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا د سازمان په نننۍ غونډه کښې زمونږ وړومبیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا او له افغانستان سره د اقتصادي، انساندوستانه او سفارتي مرستو پراختیا ده.
مجاهد د افغانستان له خلکو سره په مرسته کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې په رول باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې د پانګونې لپاره بلنه، د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره همکاري او په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندل د دغې غونډې ایجنډا ده.
د ویلو ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره پرون پاکستان ته تلی دی.