طالبانو له افغانستان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه
د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کښې وویل: نړۍ دې له طالبانو سره د حکومت د تعامل لپاره خپل چمتووالی وښايي.
سراج الدین حقاني پرون د میرمن ډِبورا لاینز په کتنه کښې وویل: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ او خطر نه دی او نړیواله ټولنه دې ورسره تعامل وکړي.
حقاني په دغه ملاقات کښې د افغانستان او سیمې د ثبات په ټینګښت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: کابل د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
په دغې کتنې کښې میرمن ډبورا لاینز هم وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان د کړکیچ په هوارولو ژمن دي او په افغانستان کښې د ښوونې او روزنې په برخه کښې مرسته کوي او د کرهڼیزو برخو د پیلولو لپاره هلې ځلې کوي.
هغې هم داشان له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۲۸۰ میلیون ډالرو د نغدې مرستې قدرونه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به دوام وکړي.