د کندوزیوقومي مشر په چړو وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110046-د_کندوزیوقومي_مشر_په_چړو_وژل_شوی
دښایسته محمد خپلوان وايي، چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او ددې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 09:13 Asia/Kabul
  • د کندوزیوقومي مشر په چړو وژل شوی

دښایسته محمد خپلوان وايي، چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او ددې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ یو قومي مشر ښایسته محمد توتاخېل ناڅرګندو وسله والو په چړو وژلی.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د چهادر درې د ولسوالۍ پُل ته څېرمه رامنځته شوې ده.

دښایسته محمد خپلوان وايي، چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او ددې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړې د څلور ماشومانو پلار وو.

  دکندوز سیمه ییز چارواکي دغه پيښه تائیدوی او زیاتوې، چې اړوند امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

د قومي مشرانو او نورو مطرحو څېرو د وژلو دلیل طالب چارواکي تر ډېره شخصي ناندرۍ او له یو بله غچ اخیستل ښيي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ډېر مدافع نړیوال بنسټونه ادعا لري، چې د ډېرو دغو پېښو تر شا د طالبانو لاس دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې څه موده مخکې د طالبانو د واکمنۍ په لومړنیو ورځو کې د سلو مرموزو وژنو په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې، چې پکې راغلي وو: د سلو وژل شویو فعاله او مطرح څېرو د ۷۷ تنو د وژل کیدو مسوولیت طالبانو ته راجع کیږي.

ویل کیږي، چې د مطرحو قومي مشرانو پر ضد د طالبانو د همدغه نظر او تشدد له کبله د افغانستان له مختلفو سیمو څخه ځینې قومي مشران نورو سیمو ته کډوال او پټ شوي دي.