ملګرو ملتونو دداعش-خراسان ډلې مشرد بندیزونو لیسټ کې شامل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110062-ملګرو_ملتونو_دداعش_خراسان_ډلې_مشرد_بندیزونو_لیسټ_کې_شامل_کړ
ثنا ا...غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 23, 2021 01:40 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو دداعش-خراسان ډلې مشرد بندیزونو لیسټ کې شامل کړ

ثنا ا...غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی چې د داعش-خراسان ډلې مشر ثنا ا... غفاري یې د هغو کسانو لېست ته شامل کړی چې د امنیت شورا لخوا پرې بندیزونه لګېدلي.

په دې لېست کې پر شامل کسانو عموماً د سفر بندیز لګېږي، شتمنۍ یې کنګل کېږي، د وسلو جوازنامه یا لایسنس یې لغوه کېږي او نه شي کولی چې وسله رانیسي یا یې وپلوري.

ثنا ا...غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپله اعلامیه کې د نوموړي په اړه ځینې مالومات هم خپاره کړي دي.

د دې مالوماتو له مخې ثنا ا...غفاري په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې زېږېدلی دی، خو د اوسني ځای یا ادرس  په اړه یې معلومات نشته.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.