د لویدیځ دباؤنو او غوښتنو ته نه تسلیمېږو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110192-د_لویدیځ_دباؤنو_او_غوښتنو_ته_نه_تسلیمېږو
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره اقتصادي دباؤنه اچوي چې د دوی خبرې ومنل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2021 10:25 Asia/Kabul
  • د لویدیځ دباؤنو او غوښتنو ته نه تسلیمېږو

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وايي نړیوال یوازې د دې لپاره اقتصادي دباؤنه اچوي چې د دوی خبرې ومنل شي

کلید خبري سایټ لیکلي د طالبانو د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرعباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې نړیوال د دوي په حکومت دباؤ راوړي او هڅه کوي خپلې خبرې پرې ومني، نو له همدې امله یې اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده.

هغه یو ځل بیا ویلي چې د اقتصادي فشارونو په تړاو د امریکا اقدامات د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او په کار ده چې له دغو کړنو په شا شي او د افغانانو شتمني ازاده کړي. ستانکزي ټینګار وکړ چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ چټکه ده او په بیلا بېلو برخو کې د مسلکي کسانو ګمارنه روانه ده.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال زیاته کړې چې د افغانانو د یووالي لپاره کار کوي او ټول به په حکومت کې ونډه ولري. هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري وکړي او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.