افغانستان د هیوادونو لپاره ګواښ نه دی
Dec 27, 2021 04:17 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د مشر مرستیال وايي: د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد نه ګواښل کیږي
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د مشر مرستیال وايي: د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد نه ګواښل کیږي
د طالبانو د حکومت مرستیال مشر عبدالسلام حنفي په کابل کښې د قزاقستان د تجارت د وزیر باخیت سلطانوف او ورسره پلاوي په کتنه کښې وویل: دا حکومت د سیمې له هیوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او نه پریږدي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد خلاف وکاروله شي.
عبدالسلام حنفي او باخیت سلطانوف په دغه ملاقات کښې هم داشان د افغانستان د قزاقستان ترمینځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
ټیګونه