په کابل کې د ښځو پر مظاهرې ډزې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110278-په_کابل_کې_د_ښځو_پر_مظاهرې_ډزې_شوي
ځايي رسنیو هم ویلي چې یو شمېر ښځو په کابل کې نن مظاهره وکړه او د ښځو پر خلاف د طالبانو د حکومت د بندیزونو د لېرې کېدو او د خپلو روا حقونو غوښتنه یې کوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2021 11:12 Asia/Kabul
  • په کابل کې د ښځو پر مظاهرې ډزې شوي

ځايي رسنیو هم ویلي چې یو شمېر ښځو په کابل کې نن مظاهره وکړه او د ښځو پر خلاف د طالبانو د حکومت د بندیزونو د لېرې کېدو او د خپلو روا حقونو غوښتنه یې کوله.

 

راپورونه وايي چې طالبانو نن په کابل کې پر یو شمېر ښځو چې په مظاهرې راوتلې وې، ډزې کړي دي.

د بېلابېلو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دا پېښه د ایټالیا ایمرجنسي روغتون ته څېرمه شوې خو تر دې دمه پر مظاهره چیانو د طالب ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي رسنیو هم ویلي چې یو شمېر ښځو په کابل کې نن مظاهره وکړه او د ښځو پر خلاف د طالبانو د حکومت د بندیزونو د لېرې کېدو او د خپلو روا حقونو غوښتنه یې کوله.

په خپرو شویو ویدیوګانو کې د مظاهره چيښځو شمېر لسګونه تنه ښودل کېږي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري پر مظاهرو له بندیز سره سره په ځلونو ښځو مظاهرې کړي دي.

وروسته له دې چې د اګست په ۱۵ طالبانو کابل ونیوه، د نجونو لیسې یې بندې کړې او ښځې یې په کور کښېنولې.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بندولو او کار ته د هغوی د نه پرېښودو لپاره بېلابېلې پلمې وړاندې کړي. کله وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره یو طرزالعمل جوړوي، کله وايي چې په ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو د بېلولو لپاره یې ښوونځي بند کړي او اوس وايي چې کال ته به ښوونځي پرانیزي.

خو میرمنې همداراز وايي چې په هیڅ دولتي ښوونځي کې مختلطې زده کړې نه کېدې او طالبان د ښځو له زده کړو سره د دښمنۍ په خاطر دا ډول پلمې کوي.

روانه اوونۍ د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ښځو د لا منزوي کولو په خاطر اعلان وکړ چې نور ښځې بې محرمه سفر نه شي کولی .