طالبانو د بهرنیو سریالونو په خپریدو بندیز ولګوه
د طالبانو حکومت د افغانستان په ملي رسنۍ کښې بهرنیو سریالونو خپریدل، د بې پردې ښځو د تصویرونو او ویډیوګانو او هم داشان د هر ډول موسیقۍ خپرول ممنوع اعلان کړل
د طالبانو د حکومت کلتوري کمیټې پرون حتی په تبلیغاتو کښې هم د ماډرن لباس د اغوستو ښځو او جینکو د هر ډول تصویر او ویډیو خپرول ممنوع اعلان کړل او ویې ویل: ټولې ښځې باید اسالمي حجاب او پرده ولري او رسنۍ دې هم د هغو بهرنیو ټیلیویژني سریالونو له خپرولو ډډه وکړه چې د افغانستان له کلتور او اسلامي قوانینو سره په تضاد کښې دي.
پر دې سربیره، طالبانو په ملي رسنۍ کښې د هر ډول موسیقۍ په خپرولو هم بندیز ولګوه.
د طالبانو کلتوري کمیټې هم داشان وویل چې کورنۍ رسنۍ باید داسې (متوازن) خبرونه وړاندې کړي چې یوازې د اوریدلو خبرو او شایعاتو په بنیاد نه وي او هم داشان بهرنۍ رسنۍ یې د طالبانو د حکومتي چارواکو له خوا د ټاکل شویو معیارونو خیال ساتنې ته راوبللې او که داسې ونه کړي نو له محدودیت او ممنوعیت سره به مخامخیږي.
د افغانستان د رسنیو استازي وايي چې د دغو بندیزونو او محدودیتونو په وجه به ځینې رسنۍ بندې شي.