د افغانستان سفيران له طالبانوسره خبرو اترو ته چمتودي
په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دائمي نمائندګۍ سرپرست د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره د مشروطو خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د سفيرانو د چمتووالي خبر ورکړ.
د افغان آوا د رپوټ له مخې نصير احمد فائق وويل: سفيران چمتو دي چې د افغانستان د نجات لپاره له طالبانو سره خبرو اترو ته کښېني.
فائق زياته کړه، دغه مسئله له دې سره مشروطه ده چې طالبان د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي.
نصير احمد فائق د دې په بيانولو سره چې د تېرو شلو کلونو ارزښتونه د جمهوريت د ارزښتونو په توګه پېژني او د هغو د ساتنې لپاره کوشش کوي وويل: دغه ارزښتونه هغه بدلونونه دي چې د افغانستان د ښاريزو په ژوند او په تېره بيا د مېرمنو په حقوقو کښې رامنځته شوي دي.
په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دائمي نمائندګۍ سرپرست د ملګرو ملتو د غوښتنې يادونه هم وکړه چې ويلي يې دي طالبان د طالبانو قضاوت د هغوي د کردار په بنياد کيږي نه د ګفتار په بنياد او دغه ډله پکار دے د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې ،د بشري حقوقو، د ښځو او ماشومانو د حقوقو، د ټول شموله پراخ بنسټه حکومت جوړولو د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان له خاورې څخه د نه استفادې او له ترهه ګرو او دهشتګردو ډلو سره د تعلق د پرې کولو لپاره اقدام وکړي.