طالبانو د پاکستان سرحدي کُنډه تار وشلوه
افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت ځواکونو د پاکستان له خوا په ګډه پوله لګول شوی اغزن تار خراب کړی دی
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د ډیورنډ په کرښه د لګول شوي حصار په سر له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو د لانجې په دوام کښې، طالب وسله والو پرون یوځل بیا د پاکستاني پوځیان له خوا لګول شوی سرحدي کنډه تار اوحصار خراب کړ.
طالب ځواکونو هم داشان په نیمروز ولایت کښې د پاکستاني پوځیانو د سرحدي اغزن تار په راغونډولو سره، په دغه ولایت کښې د پوځي اډې د جوړولو مخه ونیوله.
طالبانو دوه اونۍ مخکښې هم د ختیځ ولایت ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کښې د پاکستاني پوځیانو له خوا جوړه شوې سرحده کلایه ورانه کړې وه.
په عین حال کښې د افغانستان په سویل کښې د طالبانو د موقته حکومت امنیتي قومندانانو ویلي چې د طالبانو څه باندې سل تنه روزل شوي ځواکونه له پاکستان سره د ډیورنډ د پولې په اوږدو کښې د جنوبي سرحدونو د امنیت د ساتنې لپاره دیره شي.
د ډیورنډ فرضی کرښه چې په ۱۸۹۳ میلادي کال کښې د برطانوي استعمار له خوا کښل شوې وه، د افغانستان له خوا هیڅکله له پاکستان سره د رسمي او ګډ سرحد په توګه په رسمیت نه ده پیژندل شوې او په دې وروستیو څو کلونو کښې دغلته د دواړو هیوادونو ځواکونو څو وارې په خپلو کښې ښکیل شوي دي.