قزاقستان دې خپله ستونزه په سوله ییز ډول حل کړي
د طالبانو په وينا، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.
سرچينه زياتوي: د قزاقستان له حکومت او لاريونکوونکو څخه یې هیله کوو چې شته ستونزې د خبرو او سولهييزو لارو حل کړي او دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي.
د طالبانو په وينا، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.
په قزاقستان کې د سونگو له ګرانیدو سره زرګونه لاریون کوونکود حکومت لخوا د شرایطو له منلو سره سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی چی مرګ ژوبله یې هم اړولی ده .