د افغانستان د تکوانډوفیډریشن مشرتښتول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110944-د_افغانستان_د_تکوانډوفیډریشن_مشرتښتول_شوی
په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته تښتونوخبرونه زيات شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 13, 2022 03:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان د تکوانډوفیډریشن مشرتښتول شوی

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته تښتونوخبرونه زيات شوي دي.

د افغانستان د تکواندو فدراسيون رييس او مشهور ډاکټر نجيب سکندر بیگا په کابل ښار کې اختطاف شوی دی.

د ډاکټر سکندر د کورنۍ غړو او خپلوانو دا خبر تایید کړی او ویلي، چې د هغه د برخليک په اړه څه معلومات نه لري ‌

‏‏طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د ورته تښتونوخبرونه زيات شوي دي.

طالبانو په دې تور د ګڼو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی، خو شنونکي باور لري چې د اوج ته رسېدلي بشري او اقتصادي ناورين په څنډه کې د داسې پېښو زیادښت او په مخنيوي کې پاتې راتلل طبيعي دي.

د يادونې وړ ده، چې د همداسې پېښو له کبله پر سیاسي خلکو سربېره ګڼو افغان متخصصينو،‌پانګوالو او نورو خطر سره مخامخو خلکو هېواد پریښې دی.