په فارياب کښې د طالبانو خپل مېنځ نښته او ناارامي رامنځته شوه
خبري سرچينو د افغانستان د فارياب ولايت په مرکز مېمنه ښار کښې د طالب ځواکونو په خپل مېنځکښې د جګړو او نااراميو خبر ورکړ.
له کابل نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې پرون په مېمنه ښار کښې د طالبانو د ازبک قوماندان مخدوم عالم له نيول کېدو وروسته ازبکو طالبانو پاڅون وکړ او د ښار يو شمېر برخې يې له پښتنو طالبانو ونيوې.
ځينو سرچينو ويلي دي چې ازبکانو د طالبانو په خلاف پاڅون کړے دے.
احتجاج کؤنکي وائي محمدمخدوم عالم د طالبانو د حکومي ځواکونو لخوا نيول شوے دے او طالب چارواکي پکار دے زر تر زره هغه ازاد کړي.
د مېمنې ښار حالات هم دا اوس هم ناارامه دي او ويل کيږي ځينې طالب چارواکي له ښاره تښتېدلي دي.
د مېمنې له حالاتو سره په يو وخت د افغانستان د مخکيني حکومت تښتېدلي چارواکي هم په وجد کښې راغلي دي او په سوشل مېډيا کښې يې د طالبانو د حکومت په خلاف د خلق پاڅون ته تحريک کړي دي.
له بلې خوا غېر رسمي سرچينو ويلي دي چې ټول مېمنه ښار د ازبک طالبانو په کنټرول کښې راغلے دے او پښتانۀ طالبان بې وسلې کړې شوي دي.