ننکرهار کې یوولس زرو تنو کروندګرو ته دکیمیاوي سرو د ویش لړۍ پېل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111310-ننکرهار_کې_یوولس_زرو_تنو_کروندګرو_ته_دکیمیاوي_سرو_د_ویش_لړۍ_پېل_شوه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې په مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزادو،خوږیاڼیو،بټي کوټ،اچین،لالپورې،ګوشتې، ښیوې او دره نور ولسوالیو کۍ یوولسو زرو کروندګرو ته دکیمیاوي سرو ویش پېل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 13:09 Asia/Kabul
  • ننکرهار کې یوولس زرو تنو کروندګرو ته دکیمیاوي سرو د  ویش لړۍ پېل شوه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې په مرسته د ننګرهار ولایت په شیرزادو،خوږیاڼیو،بټي کوټ،اچین،لالپورې،ګوشتې، ښیوې او دره نور ولسوالیو کۍ یوولسو زرو کروندګرو ته دکیمیاوي سرو ویش پېل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هر کروند ته به پنځوس (۵۰)کیلو ګرامه کیمیاوي سره په وړیا ډول ورکول شي .

 د خبر پاڼې پر وینا همدې شمیر کروندګرو ته یادې ادارې وړاندې د کښت لپاره دغنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي درمل هم ورکړي وو او دغه راز د  یادې ادارې او کرنۍ ریاست مسلکي ټیمونه به د غنمو له کښت نه د حاصل تر اخیستلو پورۍ لازمې کرنیزې سلامشورۍ هم ورکوي.

 په خبر پاڼه کې د دې کار موخه له کروندګرو ملاتړ د  غنمو داصلاح شویو  تخمونو ترویج او د حاصلاتو ډیرښت ښودل شویدی.