پنجشیر ولایت ته د طالبانو نور ځواکونه رسیدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111942-پنجشیر_ولایت_ته_د_طالبانو_نور_ځواکونه_رسیدلي_دي
شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو ډلې پنچشیر ولایت ته نور عسکر استولي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 04, 2022 03:57 Asia/Kabul
  • پنجشیر ولایت ته د طالبانو نور ځواکونه رسیدلي دي

شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو ډلې پنچشیر ولایت ته نور عسکر استولي دي .

د افغانستان پنجشیر ولایت چې د طالبانو د موقته حکومت لپاره یو(۱) ډیر له چیلنج څخه ډک ولایت دی څو میاشتې کیږي چې له تاوتریخوالي ډکې ورځې تیرې کړي دي او په تیرو څو ورځو کښې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په طالبانو باندې څو ځله حملې کړي دي .

په پنجشیر ولایت کښې د ملي مقاومت د جبهې او د طالبانو  د ځواکونو ترمینځ په وروستیو جګړو پسې دغه دلې د «قطعه سرخ» سیمې په شمول  دغه ولایت ته نور ځواکونه استولي دي .

یوې (۱) خبرې سرچینې وویل چې د طالبانو دغه ځواکونه د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالۍ په دهکلان کلي کښې د انجلیو په یوه (۱) ښوونځي کښې دیره شوي دي .

عیني کتونکو په تیرې چهارشنبې ورځ د پنجشیر ولایت د عنابه ولسوالۍ په «تاواخ »سیمه کښې د طالبانو ډلې او د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو ترمینځ د سختې نښتې د پیلیدا خبر ورکړی دی .