طالبانو د فرانسې د استازي خبرو ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112428-طالبانو_د_فرانسې_د_استازي_خبرو_ته_غبرګون_ښودلی
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د دغه ډلې پرضد په ملګروملتونو کښې د فرانسې د دائمي استازي څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • طالبانو د فرانسې د استازي خبرو ته غبرګون ښودلی

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د دغه ډلې پرضد په ملګروملتونو کښې د فرانسې د دائمي استازي څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی .

په ملګروملتونو کښې د فرانسې دائمي استازي نیکولاس دو ریویر وویل د زور له لارې په افغانستان کښې د واک د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو ډلې اقدام په دغه هیواد کښې د اقتصادي دړې وړې کیدا او د انساني کړکیچ جرړه ده .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په ملګروملتونو کښې د دغه ډلې پرضد د فرانسې د استازي نیکولاس دو ریویر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د افغانستان د پخواني حکومت لخوا د خبرو اترو د بهیر تمدیدل او د پلمو لټولو طالبان مجبوره کړل چې پوځي اقدام وکړي ګڼي افغانستان تراوسه له جنګ او شخړې سره ښکیل و .

په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي شتون او همدا اوس د افغانستان د کابو لس میلیارډه ډالرو په کنګل کولو سره واشنګټن د افغانستان د اقتصادي او د انساني کړکیچ د رامینځته کیدا اصلي عامل دی .