د اسرائیلو رژيم استخباراتي چارواکي یمن ته رسیدلي
زمونږ خبریال وايي د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد یوشمیر افسران او کارپیژاندي د یمن په المهره ولایت کښې الغیضه هوايي ډګر ته ورسیدل .
صهیونیسټ رژيم په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د تیریو په بهیر کښې په بیلابیلو رودو سره په دغه جنګ کښې د سعودي عربستان له رژيم سره د مرستو کولو په حال کښې دی .
د سعودي عربستان د ائتلاف سرچینو وویل چې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد یوشمیر افسران او غړي د یمن په ختیځ کښې المهره ولایت ته ورغلي دي .
دغو سرچینو وویل د صهیونیسټ رژیم دغه استخباراتي کسان او غړي د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ځواکونو ته په اړونده پوځي الوتکي کښې الغیضه هوايي ډګر ته رسیدلي دي .
دغه بدلونونه د المهره سټراټيژیک ولایت ته د متحده عربي اماراتو لخوا د داعش ډلې د غړیو له استول کیدا وروسته په دغه ولایت باندې د حملې لپاره د سعودي عربستان د ائتلاف د نوي پلان له ښکاره کیدا سره په یووخت ترسره شوي دي .
له دې مخکې هم متحده عربي اماراتو د صهیونیسټ رژيم پوځیان د یمن په جنوب کښې سقطری سټراټيژیکې جزیرې ته بیولي وو .