د اسلامي ملګرتیا سازمان په کابل کښې خپل دفتر پرانسته
د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د خپلې نمایندګۍ د دفتر د پرانیستلو خبر ورکړی دی
پرون د دغه سازمان پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي لیکل شوي چې دفتر یې د روانې مارچ میاشتې پر څلورمه نېټه پرانیستی او کارونه یې پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د کابل دفتر به له خپلو نورو همکارانو سره په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې د دغه سازمان هڅو، فعالیتونو او له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
همدارنګه یاد سازمان ویلي، د دفتر پرانیستلو هدف یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ترسره کول دي.
له دې وړاندې اروپایي ټولنې په کابل کې د خپل دفتر پرانیستلو خبر ورکړی دی.
همدارنګه د ځینو ګاونډیو هېوادونو په شمول ډېری بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې له سیاسي بدلون او د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته بیرته خپل سفارتونه پرانیستي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې دوی له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو درلودو غوښتونکي دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.